Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    په څېړنه کې جین کولی شي د سږو د سرطان خطر ۶۰ ځله زیات کړي

    سپتمبر 19, 2026

    د سویلي کوریا د تیلو د مالیې معافیت تمدید د انرژۍ په سکتور کې د انفلاسیون فشار کموي

    سپتمبر 19, 2026

    هند په پاکستاني سينګار توکو کې د درنو فلزاتو د ککړتيا په اړه خبرداری ورکړ

    سپتمبر 18, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Inqilab-e-KabulInqilab-e-Kabul
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Inqilab-e-KabulInqilab-e-Kabul
    کورپاڼه » د GIP ASEAN څپرکی په جاکارتا کې پیل شو
    PR Newswire

    د GIP ASEAN څپرکی په جاکارتا کې پیل شو

    دسمبر 1, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    جاکارتا، اندونزیا، د دسمبر 1، 2023 /PRNewswire/ — د یوه کمربند او یوې لارې لپاره د زرغونې پانګونې اصول (GIP) د نوي څپرکي په پیل کولو سره خپل لاسرسی سویل ختيځې آسیا ته غځوي.

    د ASEAN څپرکی د GIP د لرلید مهمه برخه ګڼل کېږي ترڅو د پوهې او غوره کړنو د خپرولو لپاره اغېزمنې محلي شبکې رامنځ ته کړي او د اقتصاد په وده کې د زرغونې پانګونې د فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي. دا څپرکی، له منځنۍ اسیا او افریقا وروسته دریم څپرکی ګڼل کېږي چې مشري یې د سوداګرۍ د پخوانۍ وزیرې او د نړیوال بانک د اداري مشرې ماری پانګستو او په سټنډرډ چارټرډ کې د ASEAN لپاره د مرستیال رییس رینو ډونیسپوترو په غاړه ده.

    “جنوب ختیځه آسیا چې په تاریخي توګه تر ډېره بریده د فوسيلي تیلو پر بنسټ ولاړو اقتصادي موډلونو باندې اتکا کوي، اوس په پایداره مالي چارو کې د چټکې ودې په حال ده.” د GIP د رهبري کمیټې مشر او د چین د زرغونې مالي کمیټې رییس ما جون وویل، دا څپرکی به د پوهې شریکولو او ظرفیت لوړولو له لارې په آسیا کې له پایداره مالي ودې سره مرسته وکړي.

    د GIP د رهبرۍ کمیټې مشترک رییس سر ویلیم رسل او د لندن ښار پخوانی ښاروال باور لري چې په سویل ختيځه آسیا کې په زرغونه مالي برخه کې شته تشه د پام وړ ده، او نوموړي زیاته کړه، “دا هغه ځای دی چې GIP پلی کیږي. د نن ورځې پېښه په ټولو کچو کې د نږدې همکارۍ لپاره له خوارا ارزښت څخه برخمنه ده او د مالي بنسټونه ‎(FIs)، سوداګرۍ او حکومتونو لپاره د عمل غوښتنه ګڼل کېږي.”

    ماری پانګستو څرګنده کړه، “زموږ څپرکی به په دریو طرحو باندې تمرکز وکړي: د پایداره مالي ځواک د تامین لپاره د ASEAN د مالیاتي طبقه بندۍ رامنځ ته کول، د هغو پروژو پیژندنه او پراختیا چې نه یوازې د بانکي انتقال وړ وي بلکه د بدلون رامنځ ته کولو وړتیا ولري، او د یوه داسې چوکاټ رامنځ ته کول چې د پایدار مالي ځواک دواړو، مالي او ټولنیزو اغېزو ته رسیدګي کوي.”

    رینو دونسپېټرو وویل “دغه څپرکی دASEAN د مالیاتي طبقه بندۍ په اصلاح کولو، د بدلون وړ پروژو په رامنځ ته کولو او پیژندلو کې او همدارنګه مالي تمویل ته د لاسرسي په ښه کولو کې مرسته کوي. په سیمه کې به ډیر شریکان له GIP سره یوځای شي او موږ به درې هغه طرحې تعقیب کړو چې موږ یې په لټه کې یو.”

    د مهم ویناوالو په توګه، د مالیې وزارت څخه بوبي هرناوان د زرغونې مالي پراختیا لپاره د اندونیزیا د هڅو په اړه نظریې شریکې کړې. د چين د مرکزي بانک څخه جين ژونګ شيا د دې څپرکي د ظرفیت په اړه یادونه وکړه چې د نظرونو او غوره کړنو د تبادلې لپاره د يوه پلټ فارم په توګه کار کوي. په پربناس کې د ESG مشرې فرانسیسکا اوی، د ننګونو د حل په برخه کې د GIP رول ته اشاره وکړه لکه د OJK د مقرراتو په هکله د پوهې نشتوالی، د پایداره مالي ځواک لپاره محدود ظرفیت، او د پیاوړې همکارۍ اړتیا.

    دغه څپرکی به د راتلونکو ګامونو په توګه یوه مشورتي شورا جوړه کړي، د GIP غړیتوب ته به پراختیا ورکړي او د ظرفیت لوړل او زرغونو پروژو تطبیق به تسهیل کړي.

    اړیکه: یونهان چین، chenyh@ifs.net.cn

    مربوطه لیکنې

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026
    تازه خبرونه

    په څېړنه کې جین کولی شي د سږو د سرطان خطر ۶۰ ځله زیات کړي

    سپتمبر 19, 2026

    واشنګټن / RankWire.AI / – ساینس پوهانو یو نادر میراثي جینیاتي بدلون پیژندلی چې کولی…

    د سویلي کوریا د تیلو د مالیې معافیت تمدید د انرژۍ په سکتور کې د انفلاسیون فشار کموي

    سپتمبر 19, 2026

    هند په پاکستاني سينګار توکو کې د درنو فلزاتو د ککړتيا په اړه خبرداری ورکړ

    سپتمبر 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو او سینیګال مشرانو د پانګونې او د ملګرو ملتونو د اوبو سرمشریزې په اړه خبرې وکړې

    سپتمبر 18, 2026

    د هند د انرژۍ امنیت او د امریکا تعرفې په نړیوال بازار کې اقتصادي اړیکې جوړوي

    سپتمبر 18, 2026

    د روغتیا نړیوال سازمان د ایبولا په وړاندې د غبرګون په برخه کې د پرمختګ راپور ورکوي ځکه چې په کانګو کې خپریدل دوام لري

    سپتمبر 17, 2026

    په نیپال کې د سیلابونو له امله ۶۱۵۰ کسان ورک دي

    سپتمبر 17, 2026

    د بازار غبرګون: د سرو زرو بیې د فدرالي زیرمو د نرخ لوړوالي وروسته راټیټیږي چې په نړیواله سوداګرۍ اغیزه کوي

    سپتمبر 17, 2026
    © 2023 Inqilab-e-Kabul | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.